عاجل خبرونه

د مشرانو جرګې رییس د حلیم تنویر د نیولو غوښتنه وکړه

(Last Updated On: December 10, 2019)

د مشرانو جرګې رییس له حکومته غوښتي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال پخوانی سلاکار حلیم تنویر ونیسې او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

له هغې وروسته، چې د ملي وحدت حکومت دې پخواني سلاکار دوه ورځې مخکې په آلمان کې د وزیر محمد ګل خان مومند د درناوي په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د قومونو سپکاوی کړی، چې د خلکو بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول او اوس د مشرانو جرګې رییس د نوموړي د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ټینګار کوي، چې قومونو ته سپکاوی د خلکو لپاره د منلو ندی او د دا ډول دسیسو مخه باید ونیول شې.

نوموړي زیاته کړې، چې حلیم تنویردې د انترپول پولیسو لخوا له نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار ټینګار کړی، چې حلیم تنویر قومي او ژبنیو شخړو ته لمن وهلې او حکومت باید د دې کړنو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې غړی قیس وکیلي قومونو ته سپکاوی ملي خیانت بولي او وایي، چې ښاغلی تنویر دې د انترپول پولیسو لخوا ونیول شي.

د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي؛ اوس افغانان په دې پوه شوي، چې څنګه قومي شخړو ته ځواب ووایي او د افغانستان دښمنان په دا ډول خبرو سره نشي کولی د خلکو ترمنځ قومي لانجې رامنځته کړي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

(Last Updated On: January 23, 2020)په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په …