نن مازیګر څلور نیمې بجې د هرات ښار د صرافانو مارکیت ته نږدې د ترافیک پولیسو په رنجر موتر کې د یو نښلیدونکي ماین پر چاودنه د درې ماشومانو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.
د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي، چې په پېښه کې څوک وژل شوي ندي.
د هرات روغتون سر طبیب داکتر عارف جلالي ویلي، چې د درې ماشومانو په ګډون په دې پېښه کې ۶ نور وګړي هم ټپیان شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د یو کس او دوه ماشومانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.