د مخابراتو پخوانی وزیر زندان ته ولیږل شو

(Last Updated On: April 8, 2019)

لویې څارنوالۍ ویلي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر د امنیتي ځواکونو لخوا د دوشنبې پر ورځ(د وري ۱۹) له نیولو وروسته د څرخي پله زندان ته لیږدول شوی دی.

لویې څارنوالۍ ویلي، چې ښاغلی وحیدي په مالیې وزارت کې د مرستیالۍ پر مهال د عدلي او قضایي ادارې د لومړۍ محکمې لخوا له خپل واکه د ناوړه ګټه اخیستنې له کبله پر فساد تورن او مجرم پېژندل شوی او د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب پر دوه یمه په غیابي توګه پر درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی؛ خو په وروستي ځل د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري پر ۱۸ پر ۱۲ زره نقدي جزا هم محکوم شوی دی.

د یادونې ده، چې عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د وزارت پرمهال د میلیونونو افغانیو په تالا ترغۍ تورن و او ولسمشر غني هغه له همدې کبله له دندې ګوښه کړ؛ خو د تېر کال په مرغومې میاشت کې، له یوې ځانګړې محکمې سپین سپڅلی راوتی و.

 

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …