عاجل خبرونه

د هرات په ۶ امنیتي حوزې کې وسلوال بریدګرو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: جنوري 12, 2019)

نن ماسخوتن څه نا څه اووه بجې د هرات ولایت د پل رنګینه په اړوند سیمه کې وسلوال بریدګر د پولیسو ۶ امنیتي حوزې ته ننوتل او له پولیسو سره په نښته کې ښکېل شول.

عیني شاهدانو ویلي، چې وسلوالو طالبانو له برید سره سم پر پولیسو ډزې پیل کړي، چې په کې یو عام وګړی او یو ساتونکی پولیس وژل شوي دي.

د هرات امبولانس رییس داکتر ابراهیم محمدي ویلي، چې څلور جسدونو او درې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت پېښه منلې او وایي، چې سیمې ته د پولیسو ځانګړي ځواکونه رسیدلي او اړوند عملیات پیل شوي دي.

په هرات ولایت کې پولیسو په ډاګه کړې، چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه  سیمې ته ننوتي او تر دې دمه یو بریدګر وژل شوی او په سیمه له بریدکوونکیو سره نښته روانه ده.  

۶ امنیتي حوزه د ښار له ګڼه ګوڼي څخه په ډکه سیمه کې پرته ده.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …