د هرات د چشت ولسوالۍ د نوملیکنې مرکز کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي

(Last Updated On: May 28, 2018 2:25 pm)

د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نوملیکنې د مرکز یو کارمند او یو پولیس سرتېری وسلوالو مخالفانو وژلي دي.

د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې تېره شپه نهه بجې وسلوالو مخالفانو دوه کسان له کورونو راویستلي او بیا یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلي، چې د تېرې شپې له برید وروسته د ولسوالۍ د نوملیکنې ډېري مرکزونه تړل شوي دي.  

دغه راز په یوه بله پېښه کې د ګذرې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو دوه سرتېري، چې د خواجه شهاب الدین د سیمې د نوملیکنې مرکزونو ته پر لاره ول د کندلي ها او منزلي ها د کلا په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا تر برید لاندې راغلي دي.

د هرات ولایت د پولیسو ویاند ولي زاده د څرګندونو له مخې؛ یو له دې سرتېرو وژل شوی او یو بل ټپي دی.

له دې پېښې وروسته په سیمه کې د نوملیکنې درې مرکزه د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …