عاجل خبرونه

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۲۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: April 09, 2018 7:26 pm)

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۸ عام وګړي وژلي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د هرات والي ویاند زیاتوي، دغه پېښه نن ماښام ۵ بجې د هغه جومات تر څنګ رامنځته شوې، چې ماشومان له سبق ویلو وروسته ترې کورته روان ول.

په ټپیانو او وژل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شته.

سرچینې په ډاګه کړې، چې چاودنه په هغه رکشا کې رامنځته شوې، چې د تېلو اچولو لپاره ولاړه وه.

د چاودنې مسوولیت تر دې دمه هیچا ندی منلی. 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …