عاجل خبرونه

د هرات په شینډند کې طالبانو یو ښوونکی وژلی

(Last Updated On: اپریل 8, 2018)

د هرات ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې یو ښوونکی له تښتونې او څو ورځني بند وروسته وژلی دی.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونکیو د موترو پر کاروان برید کړی او د هغو له تښتونې وروسته یې د شینډنډ ولسوالۍ د هلکانو د ښوونځي مرستیال وژلی دی.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو شتون مني؛ خو وایي، چې د دغه ښوونکي د وژنې عاملین د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

طالبانوپه دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د روان کال په بهیر کې دا د شینډنډ ولسوالۍ دوه یم ښوونکی دی، چې د طالبانو لخوا وژل کیږي.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې امنیتي مسوولینو په دې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ور کړی و.

 

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …