عاجل خبرونه

د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي

(Last Updated On: جنوري 21, 2018)

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې نن له غرمې مخکې لس بجې د دې ولایت د ګلران- هرات پر لار د یو ماین د چاودنې پر لامل ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دې ولایت د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د نوموړي د وینا له مخې؛ په دې پېښه کې یو بل کس ټپي شوی او ماین د وسلوالو مخالفینو لخوا د هرات- ګلران ولسوالۍ په سړک کې ښخ شوی و.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …