عاجل خبرونه

د مشرانو جرګې د سخت دریځو زندانیانو د اعدام غوښتنه وکړه

(Last Updated On: October 22, 2017)

د مشرانو جرګې رییس له حکومته غواړي، چې د وروستيو خونړیو پېښو په غچ کې دې د انس حقاني په ګډون سخت دریځي زندانیان اعدام کړي.

وروستیو خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو د مشرانو جرګې تند غبرګون را پارولی او وايي، چې حکومت باید د وسلوالو سخت دریځو څخه په غچ کې د هغوی زندانیان اعدام کړي.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس هم له حکومته ورته غوښتنه کوي او وایي، حکومت باید د خونړیو بریدونو په بدل کې د هغوی زندانیان اعدام کړي، چې زیانمنو کسانو ته د خپلو غمونو زغم په برخه شي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، نور؛ نو د خلکو د صبر کاسه نسکوره شوې ده. له تېرې جمعې راپدیخوا ۲۰۰ کسان شهید شوي دي. زه نه پوهیږم حکومت څه کوي؟ د همدې حکومت له بې غورۍ او بې کفایتۍ هره ورځ خلک وژل کیږي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي، کشفي او استخباراتي بنسټونه ولې د خونړیو پېښو د مخنیوي ځواک نلري؟ رامنځته شوي بریدونه ټول د پوښتنې وړ دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار ټينګار کوي، چې حکومت باید ژر تر ژره د انس حقاني په ګډون ټول بندي سخت دریځې ، چې د اندام حکم یې شوی اعدام کړي.

د مشرانو جرګې غړي وايي؛ سیاستوال او ګوندونه باید د حکومت ننګه وکړي او په وینا یې، چې د بهرنیو دسیسو په خلاف کلک و دریږي.

خبریال: رفیع صدیقی

About Ariana News

Avatar

Check Also

طالبانو په بلخ کې د فاریاب د ځانګړې قطعې قومندان وژلی

(Last Updated On: December 8, 2019)سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي؛ د فاریاب د ځانګړې قطعې …