د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: October 21, 2017 5:51 pm)

نن مازیګر درېنیمې بجې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي، په دې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، ځانمرګی برید پر هغه موتر شوی، چې د پوهنتون له دروازې د راوتلو په حال کې و. 

د پېښې عیني شاهدان وایي، چې چاودنه مرګ و ژوبله هم لري.

د مارشال فهیم پوهنتون د کابل ښار د قمبر څلور لاري په اړوند سیمه کې پروت دی.

د دغه برید مسوولیت تر دې دمه چا او یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

افغانستان تېره اوونۍ د خونړیو پېښو لیدونکی و؛ په څلور ورځو کې د طالبانو او داعشیانو په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې، چې په کابل، پکتیا، غزني او کندهار ولایتونو کې تر سره شول؛ ۱۹۳  تنه ووژل شول او ۲۹۰ نور ټپیان شول.

 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …