تازه خبرونه
د فساد مرکز ارګ دی او ولسمشر دې مقننه قوه پر فساد نه تورنوي
د ولسي جرګې غړیو د ولسمشر پر خبرو، چې ویلي یې دي کاندید وزیران دې په ولسي جرګه کې پیسې نه وېشي؛ غبرګون ښودلی دی.
د ولسي جرګې ځینې غړي دا خبرې د ملت کور ته سپکاوی بولي او وایي، د فساد مرکز ولسمشرۍ ماڼۍ ده او د ولسي جرګې پر وړاندې دې سپکاوي ته به غلي پاتې نه شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی محمد نعیم لالی حمیدزی ارګ د پیسو پر اخیستلو او ورکولو تورنوي او وایي، دا ارګ دی، چې پیسې په کې حیف و میل کیږي؛ نه ولسي جرګه.
د کابل استازی جعفر مهدوي د فساد او تعصب مرکز ارګ بولي، نه د ملت کور.
هغه زیاتوي، د ولسمشر له لوري د مقننه ځواک تورنول ستر سپکاوی دی؛ په دې اړه باید چوپتیا غوره نشي او ولسمشر باید ځواب ورکوونکی اوسي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی عبدالرحمان رحماني وایي، د فساد طرحې په ارګ کې جوړیږي. ولسمشر د وزیرانو له ټولو معاملو خبر دی او پوهیږي، چې د فساد عاملین څوک دي؛ خو چوپتیا یې غوره ګڼلې ده.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وایي؛ په داسې حال کې، چې پراخ فساد په ارګ کې دی، خو په وینا یې ولسمشر د ملت کور پر فساد تورنوي.
د هغه په وینا؛ کوم فساد، چې په ارګ کې دی، په بل ځای کې نشته. د ولسمشر څرګندونې د ولسي جرګې په اړه بشپړه پاملرنه غواړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د ولسمشر په دې خبرو خپګان وښود او وایي، ولسي جرګې تورنول د خواشینۍ وړ خبره ده؛ ځکه ملي شورا حقوقي مقام لري او د حکومت دا نظر د زغم وړ نه دی.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې حکومت خپلې ډېرې ژمنې نه دي پلې کړي او د درې کلونو له تېرېدو سره سره اوس هم ډېر وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي، چې د حکومت دا کار له قانون ښکاره سرغړونه ده.
خبریال: رفیع صدیقی
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه21 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ19 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی20 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ