Connect with us

تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا راغلي پلاوي ټاکنو کمیسیون ته د مالي همکارۍ ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي د ټاکنیرو کمیسیونونو له غړیو سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د ټاکنو لپاره به مالي همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي وایي، چې دغه لیدنه په ارګ کې تر سره شوې او په دې لیدنه کې د ټاکنو پر مالي او امنیتي ستونزو خبرې وشوې، چې د راغلي پلاوي لخوا په اړوند برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ شو.

حکومتي سرچینې وايي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پلاوی د ولسمشر په ګډون له حکومتي او دولتي چارواکو، د سیاسي ګوندونو له استازیو او ټاکنیزو بنسټونو له مسوولینو سره لیدلي دي.

له ترهګرۍ سره مبارزه، د اداري فساد مخنیوی او د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه د لیدنو کتنو محوري ټکي بلل شوي دي.

دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د حکومت د ننه سیاسي ناندرې او لانجو هم زور اخیستی او عطا محمد نور، چې له ارګ سره د روانې شخړې یوه اړخ دی؛ پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان شرایط له دې هم ترینګلي کیدو ته پرینږدي او مثبت تګلوری ورکړي.

ځینې په دې باور دي؛ د امنیت شورا پلاوی به له افغان چارواکو سره د کابل او اسلام آباد پر اړیکو او پر پاکستان د امریکا پر وروستیو فشارونو هم وغږیږي، چې ښايي د پاکستان په اړه د یوه پرېکړه لیک صادرولو ته لاره پرانیزي.

دغه پلاوی، چې تېره شپه کابل ته رارسیدلی په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې نیکي هیلي په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو استازي په کې برخه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی په دوه زره لسم میلادي کال کې هم افغانستان ته راغلی و؛ خو د ترمپ له نوې ستراتیژۍ وروسه دا لومړی ځل دی، چې د امنیت شورا نږدې ټول عړي کابل ته راځي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پلاوي له رارسیدو سره سم ارګ ته ورغلې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

تازه خبرونه

راشد خان سفیر تجارتی افغان بیسیم شد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)
شرکت مخابراتی افغان بیسیم اعلام کرده که راشد خان، ستاره کریکت کشور به‌حیث سفیر تجارتی این شرکت تعیین شده است.

این شرکت در بیانیه‌ای در صفحه فیس بوک خود گفته است که راشد خان «یک شخصیت جوان و برجسته کشور است که در زمینه کریکت و زندگی اجتماعی خویش خیلی عالی درخشیده است.»

راشد خان نیز در صفحه فیس بوک خود در باره تعیین اش به‌حیث سفیر تجارتی افغان بیسیم ابراز خرسندی کرده است.

او از افغان بیسیم به‌حیث یک شرکت عالی یاد کرده و گفته است که افغان بیسیم یک شرکت پیشتاز در عرصه مخابرات است.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.

وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینه‌وو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونه‌تپي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!