Connect with us

تازه خبرونه

د جګړو او ناامنیو له کبله د هېواد ۴۳۱ ښوونځي تړل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزارت وایي، چې د جګړو او ناامنیو له کبله په ټول هېواد کې څلور سوه یو دېرش ښوونځي تړل شوي دي.

د پوهنې په مخکې د پرتو ستونزو یادونه له غزني کیدای شي؛ ځکه، چې د دغه ولایت په زنخان، ګیرو، اندړ، ګیلان، ناوې، آبند، خوږیانيو، رشیدانو، واغظ او اجرستان ولسوالیو کې له اتلس کلونو راپریخوا د جګړې له کبله ښوونځي تړل شوې پاتې دي او ظاهراً نوی نسل په کې  له زدکړو بې برخې پاتې دي.

د افغانستان په شمال ختیځه برخه بدخشان کې هیڅ ښوونځې تړلی ندی. په داسې حال کې، چې د دغه ولایت څلویښت سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده.

همدارنګه په تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې هیڅ ښوونځی تړلې ندی. په سویل ختیځه پکتیا  ولایت کې یوازي د زرمت ولسوالۍ د ۱۷ ښوونځیو دروازې تړلې دي. دغه ښوونځي د وسلوالو طالبانو په تر ولکې لاندې سیمو کې دي.

د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې ۱۲ ښوونځي او درې مدرسي تړلې دي او هغو سیمو کې یې، چې د ښوونځیو دروازې خلاصې دي نجونې له شپږم صنف پورته د زدکړې حق نلري.

 د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نهضت ويلي، چې وړم کال د تړلیو ښوونځیو شمېر له اووه سوه اوښتو؛ خو دوی تېر کال له دغې ډلې درې سوه پرانیستل.

له ولایتونو څخه د آریانا نیوز خبریالان وايي، چې زیاتره ښوونځي په هغو سیمو کې تړلي دي، چې جګړې په کې روانې دي.

په ځينو سیمو کې بیا ښوونځي د ښکېلو خواوو لخوا د سنګر په توګه کارول کیږي. دا هغه څه دي، چې د کورنیو چارو وزارت یې هم پخلی کوي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې پېنځه ښوونځي، په کونړ کې یوولس په نورستان کې ۱۳ او په لغمان کې ۳ ښوونځي تړلي دي.

په هغو سیمو کې، چې جګړه ده ډیري ماشومان د جګړې قربانیان دي؛ ځکه دوی د جګړې له کبله له زدکړې بې برخې شوي او دغه لړۍ له اتلس کلونو راپدیخوا روانه ده.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن وایي، چې په یوولس ولایتونو کې امنیتي ګواښونه شته او پوهنه یې ګواښلې ده. سربېره پر دې نه یوازې دا، چې د جګړو له کبله ښوونځي تړلي دي، بلکې د پوهنې د پراختیا مخه یې هم نیولې ده.

ویل کیږي، چې په ځینو ولایتونو کې د ښوونځیو له ودانیو څخه طالبان، داعش او دولتي ځواکونه د سنګر په توګه کاراخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  وایي، چې په ډېرو کمو مواردو کې پولیس او دفاعي ځواکونه په ښوونځیو کې ځای پرځای شوي؛ خو ډېر ژر له ښوونځیو وتلي دي.  

خلک له حکومت څخه غواړې، چې د تړلو ښوونځیو دروازې پرانیزي او د جګړې ښکېلې خواوې هم هڅه وکړي، چې روزنیز مرکزونه اوښوونځې ونه تړي او یا هم د پوځي مرکز په توګه ترې ګټه پورته نکړې.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!