عاجل خبرونه

د سولې جوړیدونکې مشورتي جرګه حقوقي او قانوني ارزښت نلري- د ولسمشرۍ ۱۲نوماندان

(Last Updated On: April 28, 2019)

د ولسمشریزو ټاکنو دولس ټاکنیزو ډلو ولسمشر غني ته خبرداری ورکړي، چې که د سولې د مشورتي لویې جرګې پایلې د ولس له غوښتونو سره په ټکر کې وې؛ نو دوی به هم د خلکو لویه جرګه راوغواړي.

کابل ته د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره سلګونه کسان د راټولیدو په حال کې دي؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو دولس ډلو دغه جرګه تحریم کړې او نه یوازې یې د وخت او پیسو زیان بولي، بلکې ټينګار کوي، چې دغه جرګه د سولې د خبرو د ګډوډولو لپاره رابلل شوې ده.  

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې مرستیال محمد یونس قانوني وایي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه قانوني او حقوقي ارزښت نلري او موخه یې هم سوله نده. مونږ د جګړې پای ته رسول غواړو؛ خو دا جرګه د سولې د خبرو د ګډوډولو لپاره رابلل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغې جرګې رابللو ته هیڅ راز منطقي دلیل نشته. که د جرګې پرېکړې د خلکو له غوښتنو سره په ټکر کې وې؛ ټاکنیزې ډلې به د خلکو لویه جرګه راوغواړي.   

دوی د سترې محکمې لخوا د غبرګولي له لومړۍ راوروسته د ولسمشر د واک غزول هم ناقانونه ګڼي.

دوی وايي، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره نده راغوښتل شوې، بلکې په باور یې حکومت پټې موخې په کې پالي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي، چې حکومت نه غواړي راروانې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي او نه دغه بهیر ته د زمینې جوړولو کومه هڅه کیږي. د غبرګولي له لومړۍ وروسته دا حکومت غیر قانوني دی او هره ورځ په هېواد کې بحران پراخیږي او دا جرګه د ځانګړیو ګټو لپاره ترسره کیږي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د چمتوالي رییس عمر داوودزی وايي، چې دا جرګه به له وسلوالو طالبانو سره د حکومت د خبرو لپاره سرې کرښې معلومې کړي.

ټاکنیزې ډلې خبرداری ورکوي؛ لدې وروسته به اجازه ورنکړي، چې دولتي منابع په شخصي او ټاکنیزو کمپاینونو کې ولګول شي.

خبریال رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

(Last Updated On: January 23, 2020)په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په …