تازه خبرونه
د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي- سروردانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال ګواښ کړی، چې د سولې په خبرو کې باید د بیان آزادي قرباني نشي.
د سولې د هلو ځلو په پنځ( اوج) کې د ولسمشر دوه یم مرستیال د خبریال د ملي ورځې( د کب ۲۷) په نمانځغونډه کې دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې: یو ځل بیا به پر هېواد د طالبانو د اسلامي امارت سیوری حاکم نشي.
ښاغلی دانش وایي، چې د بیان آزادي د افغانستان خلکو ته ډېر ارزښت لري او د دغه ارزښت ساتنه او ژغورنه یوازې د اساسي قانون تر چتر لاندې شونې ده.
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ثبت شوې قضیې بې سارې بولي او له حکومته غواړي، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځانګړیو تګلارو ته پام راواړوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامچي یاماماتو وایي، چې ۲۰۱۸ کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و. په دې کال کې د خبریلانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې قضیې ثبت شوې دي. د افغانستان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځانګړیو تګلارو ته پام راواړوي.
د افغانستان د خبریالانو ټولنې مشره شفیقه حبیبي وایي، چې د سولې په خبرو کې د بیان آزادۍ ته پوره پوره پاملرنه نده شوې.
سره لدې د افغانستان د خبریالانو مرکز څرګنده کړې، چې د خبریالانو د کار په وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند اوس هم روان دی. د دغه مرکز د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۹۰ قضیې ثبت شوي، چې ۲۰ په کې د خبریالان د وژنې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال فاضل سانچارکي ویلي، چې اوسمهال خبریالانو ته په منظمه توګه اطلاعات وړاندې کیږي؛ وزیران، رییسان او ویاندویان هره ورځ د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانسونو له لارې خبریالانو ته پوره اطلاعات وړاندې کوي.
سربېره پردې د افغانستان د خبریالانو مرکز د سیالیو په پروګرامونو کې د آریانا نیوز د خبریال شاهپور فرهمند د بامیان ولایت چمتو شوي مستند په لس نورو رسنیزو هڅو کې د کال د غوره خبریال ډالۍ تر لاسه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې او په ځانګړي توګه د بیات د رسنیو په مرکز کې هم د کب ۲۷ د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شوه او د حکومت لومړي مرستیال ښاغلي محمد خان هم د آریانا نیوز خبریالان وستایل او ورسره د هر راز مرستو ژمنه وړاندې شوه.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه16 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ14 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی15 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ