Connect with us

تازه خبرونه

د اقلیمي ځانګړتیاوو لرونکیو۹۳۰ میوه دارو ونو په راټولولو بریالي شوي یو- درانی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ په تېرو لس کلونو کې له بشپړو څېړنو او پلټنو وروسته د اروپايي ټولني په همکارۍ مو وکولی شول، چې په افغانستان کې د مغز لرونکیو میوه دارو ونو داسي کلکسیون رامنځته کړو، چې د هېواد په ټولو برخو کې د اړوند اقلیم لپاره تولید ولري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزیر، چې د میوه لرونکیو ونو د کلکسیون جوړولو د لس کلنۍ په نمنځغونډه کې یې وینا کوله ویلي؛ د دغه وزارت کارکوونکي ان د منځنۍ آسیا په کچه د یو داسې کرنیز کلکسیون پر جوړولو وتوانیدل، چې په کې ۹۳۰ ډوله مغز لرونکې میوه دارې ونې راټولې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیر احمد درانی وایي: مونږ د تازه او وچو میوو کلکسیون جوړ کړ؛ بیا مو د خاورې او هوا د ځانګړتیاوو له مخې په دې کلکسیون کې د هېواد شپږ زونونه تنظیم کړل، چې وکولی شو د کمیت او کیفیت له مخې د هر ډول اقلیم لپاره هماغسې وني وروزو.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د کرنې برخي استازی ماوریزو سیان وایي، چې مونږ په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې پېنځه سوه میلیون دالر مرسته کړې ده.

د کرني په برخه کې د افغانستان د ولسمشر سلا کار حمید هلمندي وايي؛ که غواړو، چې کرنیزو تولیدات مو نړیوالو مارکیتونو ته ورسیږي؛ باید خپل کرنیز نظام معیاري او کرنیز سیستمونه فعال کړو.

د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کلکسیون کې د هېواد د شپږ زونونو د اقلیمونو پر بنسټ خپلې ورایتي ګانې روزل شوي، چې لدې سره به مو د هېواد د میوې په محصولاتو کې نور هم زیاتوالي راشي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!