تازه خبرونه
د سولې عالی شورا پلاوي د مسکو ناستې ته روان شو
د سولې عالی شورا پلاوی د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په ناسته کې، چې د جمعې پر ورځ( د لړم پر ۱۸) تر سره کیږي؛ نن له غرمې مخکې د روسیې فدراتیف جمهوریت پر لوري روان شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د افغانستان حکومتي چارواکي ګډون نکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي څرګنده کړې، چې د افغانستان د حکومت چارواکي په دې دلیل د مسکو په ناسته کې ګډون نکوي، چې د روسیې له حکومت سره په ځینو برخو کې د نظر اختلاف لري.
د سولې عالی شورا د دغې شورا د دارالانشا د مشر داکتر اکرم خپلواک له استعفا وروسته ویلي، چې د دغې شورا څلور کسیز پلاوی د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د مسکو په ناسته کې ګډون کوي.
د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري تېره ورځ رسنیو ته ویلي وه، چې د سولې عالی شورا د حکومت په استازیتوب یو څلور کسیز پلاوی د دغې شورا د مرستیال حاجي صاحب دین محمد په مشرۍ مسکو ته لیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې د دغه هېواد یو استازی هم د مسکو په ناسته کې برخه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال رابرپالادینو ویلي، چې دغه سفر د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ کې تر سره کیږي.
هغه زیاته کړې، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي، چې په ددې هېواد کې جګړه پای ومومي. مونږ تل ویلي، چې د روسیې په ګډون یو هېواد هم نشي کولی، چې د افغان حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې نېغې خبرې وکړي.
دغه ناسته د افغانستان د حکومت د مخالفت له مخې ځنډیدلې؛ خو اوس هم د افغان حکومت په استازیتوب په دې ناسته کې څوک ګډون نکوي.
طالبان هم د مسکو ناستې ته بلل شوي او د قطر استازي یې په دې ناسته کې ګډون کوي.
دا لومړۍ رسمې ناسته ده، چې طالبانو په کې د ناستې پرېکړه کړې ده. په دې ناسته کې د مرکزي آسیا د هېوادونو په ګډون ایران، هند او پاکستان هم بلل شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ