د امنیتي ځواکونو تلفات، د امنیتي بنسټونو د بې غورۍ پایله ده

(Last Updated On: جولای 21, 2018)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو اوښتي او حاضر هم نه دي، چې ځواب ووایي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناامنیو خلک ستړي کړي او حکومت د خلکو د امنیت خونديتوب مسوولیت لري؛ خو امنیتي مسوولین او حکومت د خلکو د امنیت ساتنې په وړاندې بې پروا او بې غوره دي.

که څه هم ولسي جرګې امنیتي مسوولین  د ناامنیو او لوړو تلفاتو له کبله د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه؛ خو دوی عمومي ناستې ته حاضر نه شول، چې د ولسي جرګې د غړیو غصه یې را وپاروله.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، چې:  کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د پروګرام د نلرلو له کبله د امنیتي ځواکونو د وژنو پر مرکزونو بدل شوي؛ خو هیڅوک یې حاضر نه دي، چې ځواب ووایي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي چارواکو چوپتیا غوره ګڼلې؛ خو خلک باید له روان ناورینه وژغورل شي.             

په ولسي جرګه کې د نورستان استازی احمد الله موحد وایي، چې: حکومت پر خوله لاس ایښی. کله، چې د حکومت امنیتي مشران راشي؛ وایي، ناسته دې پټه تر سره شي. د حکومت بې کفایتي او ناسم مدیریت د دې سبب دی، چې په هېواد کې خلک ووژل شي.             

د ولسي جرګې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي: د غوره رهبرۍ او د خلکو د ډاډ نشتوالي هېواد اوسني ناورین ته رارسولی دی. حکومت باید د حالاتو د ښه کیدو هڅه وکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی او خلک د دې وضعیت په تړاو اندېښمن دي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د ناامنیو دوام خلک ستړي کړي؛ که حکومت نوې جنګي تګلاره د امنیت ساتنې لپاره په پام کې ونه نیسي، خلک به د نظام په وړاندې ودریږي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …