عاجل خبرونه

د سمنګان په اړوند سیمه کې اعتراض کوونکیو د کابل– مزار لار تړلې

(Last Updated On: جولای 7, 2018)

د هېواد په شمال کې د ګډو اعتراضونو لړۍ تر سمنګانه رارسیدلې او د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یې د کابل– مزار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاریون کوونکیو له دولته غوښتي، چې قیصاري دې ور خوشي کړي او د جنرال دوستم بیا راتګ ته دې زمینه برابره کړي او کنه په اړوند سیمو کې به دولتي او نادواتي هڅې په ټپه ودرول شي.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج هم منلې، چې اعتراض کوونکیو د کابل– مزرا لار تړلې او زیاتوي، چې حکومت تر دې دمه د دوی غوښتنې نه دي منلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ روان اعتراض پېنځمې ورځې ته راغزیدلی؛ خو حکومت نه د قیصاري د خلاصون او نه هم د جنرال دوستم د بېرته راتګ په اړه څه ويلي دي.

هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې اړوند لار یوازې د ناروغانو او ناروغ لرونکیو پر مخ خلاصه ده؛ خو دولتي نقلیه وسایط او تجارتي موترو ته پرې اجازه نه ورکول کېږي.

د جنبش سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري، چې په فاریاب کې د دوستم استازی، د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي پاڅونوالو مشر و؛ تېره اوونۍ د حکومت له لوری ونیول شو او په کابل کې تر امنیتي  څېړنو لاندې دی.

 محمد محقق د جمعې پر ورځ د بلخ په چارکنت ولسوالې کې له خلکو سره کتلی. هغه د یو شمېر وزیرانو او جنرالانو پر ګوښه کولو هم نیوکه کړې ده. د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې د پخواني وزیر محاکمه نمایشي بللې او وایي دا د افغانستان په تاریخ کې د هزاره ګانو محاکمه ده او زیان لري.

هغه دغه راز د جنرال عبدالرشید دوستم د راستنیدو او نظام الدین قیصاری د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده .

د جنبش ګوند سلګونه ملاتړیو په سرپل کې هم لاریون وکړ. دوی د ترکستان بیرغ له ځان سره لیږداوه او ګواښ یی وکړ، چې که یی غوښتنې ونه منل شي د سویلي ترکستان په نامه به خپلواک هېواد اعلان کړي . لاریون والو د ولسمشر او اجرائیه رییس عکسونه هم څیرې کړل.

له سهاره تر ۱۲ بجو له ښوونځیو، درملتونو، رستورانتونو او نانواییو پرته نور دوکانونه او ځینې دولتي ادارې تړل شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې د قیصاري پلویانو د آقینې بندر له تړلو وروسته  د کابل– مزار لویه لار د جنبش او جمعیت پلویانو د ترافیکو پر مخ تړلې او دادی  د سویلي ترکستان د جوړولو غږ هم پږورته شو.

دمکړۍ سلګونه موتر د شمال پر  لویه لار د تګ راتګ په تمه ولاړ دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …