د غنمو حاصلات د تېرکال په پرتله لږ شوي- د کرنې وزارت

(Last Updated On: جولای 5, 2018)

د کرنې او مالدارۍ وزات وایي؛ د هغو څرګندونو له مخې، چې له ولایتونو تر لاسه شوي د اوبو شویو او للمي غنمو کر د وچکالیو له کبله لږ شوی دی.

همدا اوس افغانستان هر کال ۶ میلیون متریک ټنو غنمو ته اړتیا لري، چې په ورستیو څوکلونو کې یې څلور نیم میلیون متریک ټنه له کورنیو حاصلاتو پوره کیدل.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي روان کال د غنمو وضعیت چندان ښه نه بولي او وایي، د بزګرو معلومات ښیي، چې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله لږ شوي دي.

د سوداګرۍ خونې په باور ناسم مدیریت او د طرفیت ټیټوالی بل سبب دی، چې د وچکالي ترڅنګ یې د غنمو حاصلات لږ کړي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، د وچکالۍ ترڅنګ دولت هم د اصلاح شویو تخمونو په وېش کې سم مدیریت نه درلود.

اقتصادي کارپوه سید مسعود هم باوري دی، چې حکومت د اوبو په مدیریت کې سم کار نه دی کړی؛ نو، ځکه وچکالۍ ډېر بد اغېز کړی دی.

اوس افغانستان یو نیم میلیون متریک ټنه غنم له ایران، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان واردوي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څرګندونو له مخې به په روان کال کې د غنمو واردات نور هم ډېر شي.

 

About Ariana News

Check Also

وسلوالو طالبانو د کندوز- تخار د لویې لار پر پوستو بریدونه کړي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د کندوز- تخار پر …