عاجل خبرونه

د حکومتي مشرانو ورستي پروګرامونه تبلیغاتي او ټاکنیز اړخ لري

(Last Updated On: May 31, 2018 6:12 pm)

ځینې سیاسي بهیرونه او د ملي شورا غړي وایي، په وړو او کوچنیو پروګرامونو کې د ولسمشر او اجرائیه رییس د ښکېلتیا پر دلیل داسې حالات واکمن شوي، چې له کنتروله وتلي دي.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې په دې ورځو کې د حکومتي مشرانو دسترخوان تر بل هر وخت زیات خلکو  ته غوړیدلی دی او ولسمشر د څو اقتصادي پروژو پرانیستو لپاره لوګر، خوست او بلخ ولایتونو ته ولاړ او هغه شعارونه یې تازه کړل، چې ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ورکړي وه.

د پوهنتون استاد فیض الله جلال څرګنده کړې، چې:  کیدی شي د یو شمېر پروژو پرانسته د ولسمشرۍ ټاکنو ته پریدي، چې عامه افکار خپل کړي؛ دا پوره ښکاره ده، چې کمپاین کوي.     

له ناامنۍ او بېوزلۍ سره مبارزه، ملي وحدت، کاري زمینې او سمونونه هغه شعارونه ول، چې حکومتي مشرانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې  ورکړي وه؛ خو د حکومت د منتقدینو په وینا، ټول دا شعارونه برعکس ثابت شوي دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي: هغه موضوع، چې باید د دوی تر څارنې لاندې وي، اوس یې له کنتوله وتلي. دا فققراه ده، د شرم وړ ده او حکومت باید له دې حالته وشرمیږي.          

د حزب اسلامي غړی محمد امین کریم وایي: شک نشته، چې په دولت کې مو د دولت مخالفین څو چنده امکانات لري؛ په جګړه کې د حکومت د ناکامۍ اصلي دلیل دادی، چې د خلکو زړه له حکومت سره ندی.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم  وایي، حکومتي مشران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ته علاقه لري؛ خو وایي، اوس ولسمشر او اجرائیه رییس پر دولتي لومړیتوبونو تمرکز لري.

د خلکو په باور ولسمشر او اجرائیه رییس داسې مهال په وړو کارونو کې ښکېل شوي، چې هېواد یې کړکیچن کړی او اړتیا ده، چې مشران یې په ملي او نړیواله کچه ګټور او ستر پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …