Connect with us

تازه خبرونه

د امنیتي چارواکو د استیضاح پرېکړې د ولسمشر غبرګون را وپاراوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-25-19h13m00s127

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، ولسمشر غني له اداري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې که ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو له استیضاح لاس وانخلي، ملي شورا به منحل کړي.

د ولسي جرګې غړی میرویس یاسیني وایي، ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو د مسوولینو له استیضاح لاس وانخلي، په یوه فرمان کې به ملي شورا منحل کړي.

ښاغلي یاسیني ټینګار کړی؛ ولسمشر ورته ویلي، چې که افغانستان په یوه ورځ کې هم سقوط وکړي، دی یې پروا نه لري.

د ولسي جرګې د دې غړي په وینا، د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت لوی رییس وروستیو ناامنیو په ځانګړي توګه پر سردار محمد داوود خان روغتون په برید کې لاس لري او باید استیضاح شي.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست ویلي، چې دغه موضوع ولسي جرګې ته حساسه شوې او په همدې دلیل د ولسي جرګې غونډه سري کیږي.

ولسمشرۍ دفتر په دې اړه سخت غبرکون څرګند کړی دی.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي په ډاګه کړې، چې ولسمشر له هیچاه او یا کوم مقام سره د پارلمان د لغو کولو خبرې نه دي کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ولسمشر د تېرو دوه کلونو په بهیر کې له ملي شورا سره له دېرش ډېرې ناستې تر سره کړي دي.

هغه زیاته کړې؛ د اساسي قانون او ملي ګټو له مخې د دولت د درې ګونه  قواوو ګډه همکاري کولی شي، چې له روانو ستونزو او کړکیجونو څخه د هېواد په را تېرولو کې مرسته وکړي.

د ولسي جرګې غړی رحمان رحماني وایي، د ولسي جرګې سري غونډه  شاوخوا نیم ساعت روانه وه. کله، چې د ولسي جرګې غړي له تالاره وځي؛ د ولسمشر  له قوله نورې  خبرې هم راپورته کیږي.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر په ناامنیو کې لاس لري که دا نه وي؛ نو ولاې له خپل ناکاره وزیر دفاع کوي؟

ټاکل شوې ولسي جرګه د دوشنبې په ورځ د امنیتي چارواکو د استیضاح لپاره غونډه تر سره کړي.

خبریاله : الاهه عمري

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!