د جګړې ښکېلې خواوې دې د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي- د ننګرهار خبریالان

(Last Updated On: May 01, 2018 5:14 pm)

د ننګرهار خبریالانو د یوې غونډې په ترسره کولو په کابل او خوست کې پرخبریالانو د برید غندنه کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د بیان آزادۍ ته درناوی وکړي او د خبریالانو امنیت خوندي کړي.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب د کیمتې استازی ذبیح الله غازي د خپلو ملګرو پر غم د بېوسۍ اوښکې توي او وایي، چې: دې پېښې د ژورنالیزم ټوله کورنۍ ودردوله او ورت پېښې نورې مونږ ته د زغم وړ ندي. خبریالان بې پرې خلک او د ولس ژبه ده.

دغه راز په کابل او خوست کې پر خبریالانو شوی ځانمرګي برید او وژنه وحشت وبلل شو.

د ننګرهار خبریالان وايي،  ژوند یې په خطر کې دی او دولت دې د دغه خطر د کمولو لپاره لازمې هڅې وکړي.

دوی وايي، دغه راز بریدونه د بیان پر آزداۍ برید دی او دښمنان غواړي، چې ولس له حقایقو لیرې وساتي.

خبریال زیارخان یاد وایي: خبریالان د اقتصادي مافیا، حکومتي نامشروع کړیو او د حکومت د بېلابېلو وسلوالو مخالفانو له لوري ګواښل کیږي.

خبریالانو وویل، چې مونږ هر یو د ښکېلو خواوو اندونو او معلوماتو ته درناوی کوو. دوی له حکومته وغوښتل، چې په خپله برخه کې د خوندیتوب هڅې وکړي او د رسنیو له دفترونو هم وغوښتل شول، چې د پېښو ځای ته د خپلو خبریالانو له لیږلو مخکې د هغو امنیتي خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه وکړي.  

خبریال یوسف ظریفي وویل، چې خبریال بې پرې کار کوي؛ د خبریال وژل یا د هغه غږ ټپول، د ولس د غږ ټپول دي. مونږ غواړو، چې زمونږ امنیت خوندي شي.    

خبریال تقي الله تقي په دې ناسته کې وویل: د رسنیو له بېلابېلو ادارو مو دا غوښتنه کړې، چې دوی دې خبریالان نه اړ کوي، چې د سر په بدله کې راپورونه او خبرونه چمتو کړي.

د ناستې په پای کې د کابل او خوست د شهید شویو خبریالانو فاتحه واخستل شوه او د ننګرهار والي ژمنه وکړه، چې د خپل مسوولیت په اندازه به د خبریلانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دا هم وویل، چې خبریالانو تل د حکومت او د حکومت د مخالفانو خبرونه او لاسته راوړنې خپاره کړي او خبري توازن ته یې هم پاملرنه کړېده؛ نو بیا ولې دوی له خبریالانو وېره لري؟

هغه خپلې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ: ځکه دوی له خبریالانو وېره لري، چې دوی د حق غږ اوریدلی نشي اونه حق بیانولی شي.

ښاغلي منګل پر خبریالانو بریدونه  بزدلانه وګڼل او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل، چې د دوی خوندیتوب ته بشپړه پاملرنه راواړوي.  

د یادونې وړ ده، چې د هېواد د ځینو نورو سیمو تر څنګ د ننګرهار خبریالان هم دمګړۍ د لوړامنیتي ګواښ سره مخ دي؛ خو دلته خبریالان له ښکېلو خواووغواړي، چې د دوی د وژنې پرځای دې پر دوی خپل نظر خپور کړي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …