عاجل خبرونه

د سولې، عدالت او آزادۍ نهضت خپل شتون په ډاګه کړ

(Last Updated On: April 12, 2018)

د افغانستان د سولې، عدالت او آزادۍ نهضت په کابل کې د پنجشنبې پر ورځ(د وري ۲۳) د سولې، ثبات او امنیت په موخه خپل سیاسي شتون په ډاګه کړ.

 د غونډې ویناوالو پر روانو چارو خبرې وکړې او اندېښنه یې وښوده، چې ټاکنې دې پخپل وخت ترسره شي.

دوی وایي، ځینې کړۍ شته، چې قومي نفاق ته لمن وهي او له دې حالته سیاسي ګټه پورته کوي.

دوی ټینګار کړی، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځنډ خلکو ته د منلو نه دی.

د  پخواني ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي: یو شمېر پټې او ښکاره کړۍ د افغانستان په واحد ملت کې قومي نفاق ته د سیاسي وسیلې په توګه لمن وهي، چې دا له دې ملت سره ستره جفا ده.

دغه راز نوموړي پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو پر تر سره کولو هم ټینګار وکړ.

ځینې نور بیا وایي؛ ناامنیو ته په کتو شونې نه ده، چې ټاکنې تر سره شي او که  وشي هم، نو له درغلیو به ډکې وي.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنگین دادفر سپنتا ویلي، چې: ټاکنې بیا هم مخکې له مخکې د سازمان شویو درغلیو له ګواښ سره مخ دي. په هغو شرایطو کې، چې پنځوس سلنه دولتي واکمني نه وي؛ نو پر مسوولو ارګانونو د ټاکنو پر تر سره  کولو شک لرم.

د افغانستان د سولې، عدالت او آزادۍ نهضت سرپرست احمد سعیدي وایي، دغه نهضت به په ټاکنو کې پوره برخه اخلي او هڅه کوي، چې په ټاکنیزو حوزو کې د ولسي جرګې لپاره خپل استازي لري.         

د سولې خبرې هم د ویناوالو د خبرو  نور اړخونه دي؛ دوی طالبانو ته د افغان حکومت د سولې پر وړاندیز نیوکه کوي او وایي، د سولې بهیر له بندون سره مخ شوی او په خبره یې نه حکومت او نه هم نړیواله ټولنه سولې ته د رسیدو لپاره پروګرام لري.

د  پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي: سولې ته رسیدل له ملي، سیمه ییزو او نړیوالو واقعیتونو سره اړخ لګوي او دغه بهیر په افغانستان کې له ملي او نړیوال بحران سره مخ دی.         

ځینې نور که څه هم د سولې طرحه هر اړخیزه نه بولي؛ خو وایي، چې وسلوال مخالفین دې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي: زما هیله له طالبانو داده، چې په دې وړاندیز کې ډېر څه شته؛ باید راشي او خپلې غوښتنې وړاندې کړي، چې معقولیت یې په څه کې دی!

د افغان حکومت د سولې پر وړاندیز په داسې حال کې نیوکې کیږي، چې امریکا او د افغانستان نورو متحدینو د کابل له دې وړاندیز کلک ملاتړ کړی او ان د اروپایي اتحادیې سفیر هم د سولې وړاندیزونه وسلوالو طالبانو ته یو ښه فرصت بولي او وایي، چې کیدی شي طالبان دمګړې پرې غور وکړي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …