عاجل خبرونه

د سولې د هوکړې ماتول به ناوړه پایلې ولري- امین کریم

(Last Updated On: March 18, 2017)

vlcsnap-2017-03-18-17h31m01s100

د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي خبرداری ورکوي، چې د سولې د هوکړې ماتول به ناوړه پایلې ولري.

د سولې هوکړه لیک د حکمتیار د څرګندیدو لپاره مهم او ارتباطي پل بلل کیږي؛ خو د حزب اسلامي استازی وایي، چې حکومت په دې برخه کې ډېر پڅ عمل کړي دی.

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي استازی امین کریم وایي؛ د هوکړه لیک ډېرې برخې نه دي پلې شوي او د زندانیانو د نه خلاصون او د حکمتیار لپاره  د اوسیدو ځای نه ټاکل هغه موارد دي، چې  کابل ته یې د حکمتیار راتګ ځنډولی دی.

vlcsnap-2017-03-18-17h32m21s93

امین کریم وایي؛ که حکومت ژمنه شوې طرحه پلې کړي، تر شپږ راتلونکیو میاشتو یه د افغانستان د جګړې پنځوس سلنه برخه غلې شي.

نوموړی باور لري، چې ځینې کړۍ د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ویني او د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې د هوکړه لیک د پلي کیدو مخه نیسي.

له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک د عملي کیدو کمیسیون رییس په دې اړه هر ډول ناغیړي ردوي.

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک، چې شپږ میاشتې مخکې لاسلیک شوی او څه موده مخکې د ملګرو ملتونو سازمان له خپل تور نوملړ څخه د حکمتیار نوم وویست؛ خو تر اوسه امریکا او بریتانیا  له دې حزب څخه بندیزونه نه دي لیرې کړي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …