عاجل خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو زیانمنول ګټه نلري- خلیلي

(Last Updated On: February 20, 2018 5:19 pm)

د سولې عالي شورا رییس وایي؛ هغه ډلې، چې فکر کوي په خونړیو بریدونو خپلو موخو ته رسیږي، غولیدلي دي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ولایتي شورا ګانو له استازیو، قومي او جهادي مشرانو سره په جوړه شوې مشورتي دوه ورځنۍ ناسته کې وغوښتل، چې د ترهګرو په وړاندې ودریږي.

د دې شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک امریکا ته د طالبانو د استول شوي لیک په غبرګون کې ویلی، چې طالبان هیڅکله رښتیني نه ول او باید افغانانو ته را وګرځي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره نړیوالې او سیمه ییزې هڅې روانې دي.

نوموړي د ناستې له بخوالو وغوښتل، چې سولې ته د سیدلو لپاره تاسې خپلې سیمه ییزې غوښتنې او وړاندیزونه په خپل وار څرګند کړئ، چې د کابل د بهیر په دوه یمه نړیواله ناسته کې ترې ګټه پورته شي.  

که څه هم په وروستیو کلونو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې او اوازې خورې شوې؛ خو وسلوال طالبان بیا هم سولې ته حاضر نه شول او خپل بریدونه او  فعالیتونه یې نور هم  پراخه کړل.

خبریاله :لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …