د حکومت لخوا قومي تعصب ته د لمن وهلو مخه دې ونیول شي

(Last Updated On: December 16, 2017)

د ولسي جرګې غړي وایي، د حکومت لخوا قومي تعصب ته لمن وهل د هېواد راتلونکې لپاره ډېر خطرناک دي او باید مخه یې ونیول شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي د حکومت پر کړنو د نیوکو تر څنګ وایي، په حکومت کې تعصب اوج ته رسیدلی او ملي یووالي ته دروند زیان اړوي.

نوموړی زیاتوي، حکومت د قومونو د یو ځای کیدو لپاره د مبارزې مخنیوی کوي او ولسمشر د خلکو  ملي یوالي نه غواړي، چې دا کار مونږ ته د اندېښنې وړ دی.  

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر وایي، مونږ پخپله د وسلو او مهماتو راټولول او د تورو ښیښو پاکول غواړو؛ ځکه، چې مونږ د حکومت لخوا ځینو کسانو ته د دسیسو له جوړولو خبر یو.     

په ولسي جرګه کې د غزني استازی علی اکبر قاسمي وایي، دولتي بنسټونه باید قومي مسایلو ته لمن ونه وهي، چې دا کار ملت او خلکو ته زیان رسوي.

د نوموړي په وینا؛ ملي امنیت باید ملي وي؛ نه دا، چې خلکو ته دسیسې جوړې کړي. که حکومت د روانو بهیرونو په تړاو له توطیو جوړولو لاس وانخلي، د حکومت پر کړنو به د خلکو باور کم شي.

بلخوا ولسي جرګې د افغانستان په قلمرو کې د پوځي الوتکو او چورلکو د قانون د تنظیم په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په څلور فصلونو او اووه ویشت مادو کې د رایو په غوڅ اکثریت تائید کړ.

خبریال: رفیع صدیقي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل

(Last Updated On: September 16, 2019) ټاکل شوې، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( …