عاجل خبرونه

د حکمتیار وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګې د غړیو غبرګونونه راوپارول

(Last Updated On: September 15, 2019)

د افغان ځواکونو او اتلانو په اړه د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګي د غړیو غبرګون راپارولی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ښاغلي حکمتیار تېره ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې خپلو پلویانو ته ویلي وه، چې امنیتي ځواکونه  د جګړې لوري ته له سپیڅلې انګیزې سره نه ځي، بلکې فقر او بیکاري ده، چې خلک د امنیتي ځواکونو لیکو ته راکاږي.  

ښاغلي حکمتیار دا هم په ډاګه کړې وه، چې نه (امان الله خان) اتل دی او نه ( احمدشاه مسعود) قهرمان….

د (افغان ځواکونو او اتلانو) په اړه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند ګلبدین حکمتیار دغو څرګندونو د مشرانو جرګي یو شمېرغړي احساساتي کړل او ان لفظي شخړې ته وهڅیدل.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار ویلي؛ سره له دې، چې د خبرو آزادي د ټولو حق دی؛ خو هغه پاروونکې څرګندونې، چې نه یوازې یې پخپل زیان دي، بلکې نور خلک هم پاروي؛ باید ویل شوې نه وای.  

د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي ویلي؛ د حکمتیار موخه څه ده؟ هر څه ، چې کوي؛ خلک یې ویني. د ضیاالحق زوی یې پر اوږه چپن اچولې او له دې ښکاري، چې هغو ته وفاداره دی.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر د اڅکزي د څرګندونو په غبرګون کې څرګنده کړه، چې د اڅکزي خبرې ناسمې دي او باید بښنه وغواړي.

دغه مهال د مشرانو جرګي رییس فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې له غړیو وغوښتل؛ حق نلرئ، چې د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه د کوم نوماند په ګټه یا زیان خبرې وکړئ.

دا څرګندوني په داسي حال کی راپورته کیږي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د حکمتیار څرګندونې غیرمسوولانه نومولي او وایي، چې وینا یې امنیتي ځواکونو ته ښکاره سپکاوی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

(Last Updated On: January 27, 2020)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد …