عاجل خبرونه

د بښنې نړیوالې ټولنې د منظور پشتین د خوشې کیدو غوښتنه کړې

(Last Updated On: January 27, 2020)

له هغې وروسته، چې تېره ورځ د پېښور په تاکال کې د پښتون ژغورنې هڅاندو د یاد خوزښت د مشر منظور پشتین له نیولو خبر ورکړ؛ نو د بښنې نړيوال سازمان آسيایي څانګې په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې نوموړي د خپلو خلکو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کړې او باید د بیان آزادۍ ته په درناوي سمدستي خوشې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د وزيرستان د خلکو استازي محسن داوړ په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ دوی ته د سوله ييزې مبارزې سزا ورکول کيږي او د منظور پښتين له نيول کیدو سره به دوی نور هم پياوړي شي.

دغه راز د یاد خوزښت غړې ثنا اعجاز رسنيو ته ويلي، چې منظور پشتين له څو ملګرو سره نيول شوی او له پېښور پولیسو سره بندي دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دې ته په ډاګه شوې، چې د ډېره اسماعيل خان پوليسو د هغه پر خلاف دوسيه رسمي کړې ده.

ویل کیږي، چې منظور پشتين د شنبې پر شپه/ د سلواغې پر ۵ له شمشاد تلويزیون سره له مرکې وروسته نيول شوي؛ خو یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې منظور پشتين څو ورځې مخکې د ډېره اسماعيل خان په اړوند سیمه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی و او د هغه د نيول کیدو لامل هم همدا خبرې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بلوچستان په کویټه ښار کې چاودنې ۴۵ کسانوته مرګ وژوبله اړولې

(Last Updated On: February 17, 2020) رویټرز خبري سرچینې د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له …