عاجل خبرونه

د تښتول شوي ۱۴ کلن اباسین وژونکي اعدام شول

(Last Updated On: January 28, 2018)

د لویې څارنوالۍ ادارې په ډاګه کړې، چې حکومت هغه درې کسان، چې د ۱۴ کلن اباسین په تښتولو کې یې لاس درلود د څرخي پله په زندان کې اعدام کړل.

اباسین څه نا څه دوه کال مخکې د نوې کارتې له سیمې تښتول شوی و.

تښتوونکیو لومړی د هغه یوه ګوته پرې کړې وه او له ځورونو وروسته یې نوموړی و واژه. دوی د نوموړي د خلاصون په بدل کې شاوخوا سل زره دالر غوښتي وه؛ خو د اباسین مړی هغه مهال په خاکجبار ولسوالۍ کې موندل شوی و او د نوموړي د وژنې او تښتونې په تور پولیسو ۱۲ کسه نیولي وه.، چې درې کسه یې نن اعدام شول.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندهار کې د يوې مدرسې ۱۳ نجونو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: January 20, 2020)د کندهار د پوهنې رياست ویاند نظر محمد صميمي وایي؛ …