د انرژۍ او اوبو وزیر د هلمند معاهدې پر پلي کیدو ټینګار کوي

(Last Updated On: April 22, 2017)

vlcsnap-2017-04-22-19h47m05s164

د انرژۍ او اوبو وزیر وایي، کمال خان بند د اوبو مدیریت او د هلمند معاهدې د پلي کولو لپاره ارزښتناک ګام او د اوبو مدیریت د دې وزارت په لومړیتوب کې دی.

د انرژۍ او اوبو وزیر علی احمد عثماني د کمال خان پروژې پلي کیدل د هلمند سیند د مدیریت لپاره ارزښتناک ګام بولي او وایي، د دې معاهدې د تطبیق لپاره د کجکي بند دوه یم فاز بشپړېدل، د کمال خان بند جوړیدل او د اوبو د اندازه کولو د ودانیو جوړول د دې وزارت په لومړیتوب کې دي.

علي احمد عثماني وایي، اوبه باید له هېوادونو سره د تقابل سبب نه شي.

د انرژۍ او اوبو وزیر وایي، که کوم بند له امنیتي ستونزې سره مخ شي؛ نو اوبه به پرهدایت ورکوونکیو دیوالونو د هغو جهیلونو پر لوري وبهول شي، چې له وړاندې جوړشوي.

په نیثمروز ولایت کې د کمال خان بند د درېیم فاز کار د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا تېره پنجشبه په رسمي بڼه پیل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د بندونو په جوړیدو او د اوبو په کنترول اندېښمن دي.

About Ariana News

Check Also

د سولې مشورتې لویه جرګه د سولې لپاره بې ګټې وه- سیاسي ګوندونه

(Last Updated On: May 18, 2019)ځینې سیاسي ګوندونه وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې ډېر …