عاجل خبرونه

د اپریل ۲۲ د ځمکې له نړیوالې ورځې سره برابره ده

(Last Updated On: اپریل 22, 2017)

kabul-official

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر د دې ورځې په نمانغونډه کې وویل، چې ځمکه حیاتي ارزښت لري او د سمسور چاپېریال لپاره یې د پرمختیایی پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، چې د پراختیایي پروژو په پلي کیدو کې هڅه کوو، چې د چاپېریال د تخریب مخنیوی وشي.

د چاپېریال ساتنې اداره له خلکو غواړي، چې په خپلو فعالیتونو کې دې چاپېریال او ځمکې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار وایي، که له خپلې ځمکې سمه ګټه پورته نه کړو؛ په څو راتلونکیو کلونو کې به د کابل ولسوالیو ته څه، چې نورو ولایتونو ته اړ شو.          

د څرګندونو له مخې؛ کابل د نړۍ یو ککړ ښار دی، چې د مسوولینو او خلکو رول په کې ارزښتمن بلل کیږي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …