مهم خبرونه
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی
ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ، روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې مشري هم وکړي، چې بحث به تر ډېره د ایران پر مسئلې راوڅرخي.
دونالد ترمپ نیویارک ته له رسیدو سره سم ناوخته د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره د سوداګرۍ او دفاعي چارو په اړه خبرې پیل کړې.
مخکې له دې، چې د هغه چورلکه پر ځمکه کیني، په یوه تویتري پیغام کې یې څرګنده کړه، چې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره به د سوداګرۍ او دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې مونږ له جاپان سره د مرستې په برخه کې ډېر څه کړي او غواړو، چې دغه دوه اړخیزې اړيکې نورې هم پیاوړې شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به سبا سې شنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته، چې رسماً پرانيستل کیږي، وینا وکړي.
د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه لري او ترمپ د ایران په اړه د د دغې شورا د غونډې مشري له هغې وروسته کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د نړیوال تروریزم په اړه په کلني راپور کې یو ځل بیا ایران د نړۍ د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو هېوادونو د سر په کتار کې راوست.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
مهم خبرونه
مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن
د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سيانآن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.
دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.
بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.
ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
مهم خبرونه
د واګنر ډلې قومندان د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
د واګنر خصوصي پوځ قومندان پرګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راوغوځېده.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د چارشنبې پر ماښام د واګنر د قومندان پریګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راغورځېدلې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ووژل شول.
د زاپوریزیا د سیمهییزې ادارې غړي ولادیمیر روګوف ویلي، چې پریګوزین ته نږدې خلکو د هغه او د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي دیمیتري اوتکین مړینه تائید کړې ده.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د واګنر د خصوصي پوځي ډلې قومندان پریګوزین د خپلې ځانګړې الوتکې د مسافرو په لیست کې و، چې د مسکو په شمال کې راوغورځېده.
د ریبار پوځي اوبپاڼې راپور ورکړی، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د مسافرینو په منځ کې د واګنر د قومندانانو د شتون په اړه معلومات اوس هم تائید شوي نهدي.
روسي اوبپاڼې ريدووکا څرګنده کړې، چې ښايي پرګوزين په الوتکه کې د مسافر په توګه خپل نوم ثبت کړی وي او يوازې د امنيتي دلايلو له مخې په بله الوتکه کې سپور شوی وي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د ۸ کسانو سپرلیو مړي موندل شوي دي.
ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې یوګیني پریګوزین ممکن په دوهییمه الوتکه کې وي، چې په مسکو کې راکښته شوه.
په انترنیت کې د خپرو شویو ویدیوګانو له مخې د پریګوزین اړوند د ایمبرایر الوتکه د تور ولایت د خوتیلوو پوځي هوایي ډګر په ۱۵ کیلو مترۍ کې رالوېدلې ده.
ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې درې کسان عمله او اووه مسافر سپاره ول.
دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د واګنر د قومندان د مړ کېدو ادعا کړې ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ1 day ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې