عاجل خبرونه

د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني ومړ

(Last Updated On: سپتمبر 4, 2018)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د حقاني شبکې بنسټوال مولوي جلال الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ( د وږي ۱۳) له اوږدې ناروغۍ ومړ او په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو چارو وزیر او د رهبري شورا غړی و.‌

نوموړي د شوروي اتحاد په وړاندې په اتیاومه میلادي لسیزه کې د جهاد تکړه قومندان و.

نوموړی د مرحوم مولوي خالص د جهادي تنظیم غړی و، بیا یې د تنظیمي جګړو پر ضد د طالبانو د تحریک ملاتړ وکړ.

جلال الدین حقاني په ۱۹۳۹ میلادي کال زیږیدلی او په دې وروستیو کلونو کې د زیات عمر او ناروغیو له کبله د سیاسي او جهادي ډګر څخه ګوښه شوی و.؛ خو د امریکا پر ضد د جګړې او مبارزې له کلکو ملاتړیو څخه بلل کیده.

اجرائیه رییس عبدالله وایي، چې په دې وروستیو کې نوموړي هڅې نه درلودې او زه فکر کوم، چې د حقاني د مړینې خبر د جګړې پر ډګر  اغېز نه کوي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی هم په دې باور دی، چې د حقاني مړینه د هېواد پر امنیتي وضعیت هیڅ اغېز نکوي. حقاني له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا یوازې تبلیغاتي دنده تر سره کوله.

سیاسي کارپوه شیوای شرق وایي، جلال الدین حقاني کلونه مخکې مړ شوی او د پاکستان استخباراتي سازمان دغه خبر د طالبانو له آدرسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاملرنې د جلبولو لپاره خپور کړی دی.

سیاسي فعال اجمل بلوچزاده وایي، جلال الدین حقاني په وروستیو کلونو کې رول نه درلود او زوی یې سراج الدین حقاني دغه شبکه رهبري کوله.

ملي دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حقاني شبکه په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو خلاف جنګیږي.

د نوموړي مشر زوی سراج الدین حقاني اوسمهال د طالبانو د مشر مرستیال دی.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …