Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا مور بم د داعش پر اصلي مرکزونو نه دی غورزول شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

Capture

د افغان پوځ ځينو سرچینو په  سیمه کې آریانا نیوز ته ویلي، چې د امریکا تر ټولو ستر بم د داعش پر اصلي مرکزونو نه دی غورزول شوی او یوازې یې خپله بمي ازموینه کړې ده.

د آریانانیوز خبریال باعث حیات سیمې ته تللی او وايي، چې اوس هم افغان او امریکايي ځواکونه مامند درې ته نږدې ځای پر ځای شوي او د داعش پر مرکزونو هوایي بریدونه کوي.

په سیمه کې افغان سرتېرو په ډاګه کړې، چې امریکايي الوتکو د داعش له مرکزونو لیرې په بله سیمه کې دغه ستر بم غورزولی دی.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ مامند دره د غرونو په منځ کې پرته ده، چې د رپوتونو له مخې په کې داعشیانو سنګرونه نیولي دي.

ویل کیږي، چې دلته د داعش پر خلاف د افغان او امریکايي ځواکونو تېر څو عملیات ناکام شوي دي.

امریکا پر دغه سیمه خپل تر ټولو ستر بم غورزولی او تمه یې داسې ده، چې ګواکي په سیمه کې یې د داعش ریښې ایستلې دي.

هغې سیمې ته، چې د امریکا تر ټولو ستر بم په کې کارول شوی هیڅ سرتېری نه دی تللی او افغان او نړیوال سرتېري سیمې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.

که څه هم په سیمه کې له داعش څخه ځينې مرکزونه نیول شوي او داعش په سیمه کې له هر کور، جومات، ښوونځي او هرې ودانۍ څخه سنګرونه جوړ کړي دي.

چارواکي وايي، چې داعش په اچین ولسوالۍ کې د رهبرۍ او تجهیز لوی مرکزونه جوړ کړي او د هغوی د وروستي مرکز تر ورانولو پورې به د دوی عملیات دوام ولري.

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، چې د داعش پر تونلونو کاري برید شوی او له ویجاړو سمڅو څخه د  ۹۴ داعشي جنګیاليو مړي راایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر مدني ټولنو په یو لاریون کې د امریکا دغه بمي برید غندلې او د بم د زیانونو په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.   

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!