د جلال آباد په ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر۱۸ ته پورته شوی

(Last Updated On: July 02, 2018 6:02 pm)

اهل هنود وایي؛ د جلال آباد په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شویو اهل هنودو شمېر اتلس او د ټپیانو اته کسانو ته لوړ شوی، چې په کې ولسي جرګې ته نوماند اوتارسینګ او د اهل هنودو د حجرې، درمسال او ښوونځي مشران هم شته دي.

د جلال آباد ښار په هر کور کې د اهل هنودو چغې پورته او د اور لمبې یې له خپلو مذهبي مراسیمو سره سمې د وژل شویو سیکانو او هندوانو پر جسدونو بلې کړي؛ خو د دې لمبو شاته یې اولادونه سر، مخ او تندي وهي.

تېره ورځ یوه ځانمرګي برید ګر د اهل هنودو هغه مشران په نښه کړل، چې غوښتل یې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې له افغان ولسمشر سره په غونډه کې ګډون وکړي.

اهل هنود وايي، مسوولین د دوی د قربانیانو شمېر کم ښيي؛ اتلس کسان مو وژل شوي او اته ټپيان دي.

په وژل شویو کې ولسي جرګې ته یوازنی سیک نوماند اوتارسینګهـ، د اهل هنودو د حجرې، درمسال او ښوونځي مشران هم شامل دي.

ولسمشر اشرف غني ویلي، چې د ننګرهار امنیتي مسوولینو د ځانمرګي برید له رامنځته کیدو خبر کړی و او د سفر د لغو کولو غوښتونکي شوي وه؛ خو سره له دې هم ولسمشر د ټینګو امنیتي تدابیرو تر چتر لاندې دغه ښار ته سفر وکړ.

اهل هنود د ننګرهار له والي او ولسمشر څخه سخت ګیله مند دي.

د اوتارسینګهـ د کورنۍ غړی، چې پر پښه ټپی شوی وايي؛ که امنیتي مسوولینو د پېښې په ځای کې ډېر نه وای ځنډولي، ښايي دا پېښه نه وه رامنځته شوې.

دوی دا هم ویلي، چې پولیسو مو په ژغورلو کې مرسته ونکړه.

د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وايي، که د پېښې کره څېړنه ونشي افغانستان به پرېږدي.

 ننګرهاریان هم پردې پېښې سخت خفه دی او وايي، په دومره تدابیرو کې ځانمرګی په کومه لار د ښار تر زړه  راورسید.

د یکشنبې په ځانمرګي برید کې پېنځه مسلمان عام وګړي هم وژل شوي او څوارلس ټپيان دي.

په دې پېښه کې د ملکي خلکو درې موترې او یو شمېر هټۍ هم  سوځیدلي او نور دروند مالي زیان یې ښاریانو ته اوښتی دی.  

په جلال آباد کې یو وخت زرګونه کورنۍ اهل هنود اوسیدل؛ خو په هېواد کې ناسمو حالاتو دغه شمېر تر ۱۶۰ کورنیو راټیټ کړ.

اوس له دې پېښې وروسته اهل هنود وایي، که حکومت یې پوښتنه ونکړي؛ دوی به هم له هېواده کډوال شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …