عاجل خبرونه

د جلال آباد ښار د نوملیکنې په مرکز کې چاودنه شوې

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د يوه جومات په دروازه کې، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز په کې جوړ شوى و، د ځاى پرځاى شويو چاودیدوونکیو توکو له کبله چاودنه شوې.

 د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، چاودیدونکي توکي په يو زرنج کې ځاى پرځاى شوي وه، چې په چاودنه کې ریموت کارول شوی دی.

هغه وايي، په پېښه کې يو پوليس او اووه عام وګړي، چې ځينې يې د نوملیکنې لپاره مرکز ته تللي وه ټپيان شوي.

ټپيان ټول د جلال آباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي، چې د ځينو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخستى.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د ښار په پېنځمه ناحيه کې وسلوالو د نوملیکنې د يوه مرکز دوه تنه ساتونکي پوليس پر ډزو وژلي وه او وسله يې ترې وړې وه.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …