د بهرنیو سرتېرو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه پیاوړي شي

(Last Updated On: مې 19, 2017)

141124b-011

د ناتو سرمنشي وایي، افغانستان ته د بهرنیو سرتېرو د لیږلو پرځای اړتیا ده، چې افغان ځواکونه ډېر پیاوړي شي.

د امریکا دفاع وزارت بیا وایي، د جګړې په دې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره اړتیا ده، چې افغانستان ته له درې تر پېنځه زره نور امریکایی سرتېري ولیږل شي؛ خو ناتو افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو د لیږلو پر ځای د افغان ځواکونه پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د ناتو سرمنشي  ینس ستولتنبرگ ویلي؛ زه په رښتیا باورلرم، چې تر ټولو غوره کار جنګي عملیاتو ته د ډېرو سرتېرو نه لیږل دي، باید افغان ځواکونه پیاوړي کړو، چې پخپله وجنګیږي، په خپله ثبات ټینګ کړي او په یوازې سر بریالي شي.

 افغان ولسمشر غني بیا  د افغانستان  په جګړه کې د بدلون لپاره پېنځه زره نور امریکایی سرتېري یوه اړتیا بولي؛ خو د ناتو سرمنشي په ډاګه کړې، چې نړیوال ځواکونه به بیا محاربوي ماموریت کې  ښکېل نه شي.

د هغه په وینا؛ مونږ به د افغان ځواکونو روزنې او سلا مشورې ته دوام ورکړو. هغوی غښتلي او مسلکي ثابت شوي. مونږ به د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره جاري ساتو او دغه راز به ور څخه مالي ملاتړ ته دوام ورکړو.

د ملي دفاع وزارت  مرستیال  ویاند  محمد رادمنشغواړي ، چېد افغان ځواکونو د پیاوړي مکولو ژمنه پلې کړي. دا یوه اړتیا ده، چې ځواکونه مو پر نویو وسلو تجهیز شي.       

امریکا او متحدین یې څوارلس کاله په افغانستان کې د دې لپاره وجنګېدل، چې دغلته ثبات راشي، خو اوس هم   دا هېواد د جګړو په اور کې سوځي.

افغان دولت وایي هغه  مهال سوله راتلی شي چې په بهر کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه او مرکزونه په نښه شي.

شپږ ورځې وروسته به امریکا د جګړه ځپلي افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلام کړي. لا نه ده روښانه، چې امریکا به د خپل تاریخ د دې اوږدې جګړې لپاره څه پرېکړه کوي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …