د روسیې دریځ د افغانستان په اړه نرم شوی- اجرائیه ریاست

(Last Updated On: December 4, 2017)

افغان چارواکي، چې تازه له روسیې راګرزیدلي وايي، چې که څه هم روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش له فعالیته اندېښمنه ده؛ خو دا ځل یې له افغان چارواکو سره له انعطافه ډکې خبرې درلودې.

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله، چې د روسیې په سوچې ښار کې د شانګهای له غونډې را ګرځيدلی وايي؛ روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش پر هڅو اندېښمنه ده، خو زیاتوي، چې د روسیې په دریځ کې  ډېر نرمښت راغلی دی.

دی زیاتوي؛ افغان حکومت هڅه کوي، چې روسیه له امریکا سره امنیتي همکاریو ته وهڅوي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، که څه هم داعش روسیې ته د یوې اندېښنې په توګه لیدل کیږي؛ خو روسیې داځل زمونږ په اړه ډېر نرم دریځ غوره کړ. زمونږ هڅه داده، چې روسیه د ترهګرو په وړاندې مبارزې ته چمتو کړو.    

افغان دیپلوماتان هم وايي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د قدرتونو د جګړې مخنیوی وکړي. دوی له روسیې غواړي، چې د سخت دریځو ډلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي؛ مونږ غواړو، چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو په سوړ او تود جنګ کې ښکېل نشي. لکه څنګه، چې د ترهګرو په وړاندې د امریکا سیاست روښانه دی؛ دغه راز باید د روسیې سیاست هم د هغو په وړاندې روښانه شي.

له دې مخکې هم روسیې په افغانستان کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه او داسې وېره وه، چې ښايي روسیه له وسلوالو طالبانو سره پوځې مرسته وکړي، چې داعش پرې وځپي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

هر څوک باید د افغانستان د بقا لپاره قرباني ورکړي- رحمت الله نبیل

(Last Updated On: December 5, 2019)د امنیت او عدالت ټاکنډلې مشر په یوه خبري ناسته …