عاجل خبرونه

د عمان په مسقط کې د افغانستان د سولې په اړه شپږمه څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه

(Last Updated On: اکتوبر 16, 2017)

د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان چین او امریکا څلوراړخیزه غونډه نن دوشنبه(د تلې ۲۴) په عمان کې جوړه او په کې د سولې د ټینګښت او د خبرو د بیا پیلولو پرڅرنګوالې سربېره له ترهګرۍ سره پر مبارزه هم خبرې وشوې.

د افغانستان د سولې په اړه د عمان په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان پراستازیتوب د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال او د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس اکرم خپلواک کډون کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات مرستیال او د امریکا او  چین استازيو هم په کې برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال صبغت الله احمدي وایي، که څه هم د دغې غونډې پایلې تراوسه بشپړې جوتې شوې نه دي؛ خو پاکستان په دې غونډه کې تازه ژمنې کړې دي.

هغه زیاته کړې؛ په دغه ناسته کې پاکستان ژمنه وکړه، چې پر خپلو کړو ژمنو به عمل وکړي.

د ولسي جرګې غړی نادر شاه بحر وایي، د افغانستان حکومت باید دا ځل د پاکستان پر وړاندې جدي چلند لري.

د ولسي جرګي غړی میربت خان منگل وایي، چې افغانستان باید د پاکستان د لاسوهنو په اړه ټول اسناد دغې ناستې ته وړاندې کړي.  

ویل کیږي کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوا له راتګ او پر پاکستان د امریکا د نوې تګلارې له فشارونو او له یونیم کلن ځنډ وروسته د دغه هېواد په وړاندیز په عمان کې د څلور اړخیزې سولې د شپږمې ناستې د ترسره کیدو پرېکړه شوې ده.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …