د امریکا په لاس ویګاس ښار کې۵۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي

(Last Updated On: October 2, 2017)

امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د امریکا د لاس ویګاس ښار په یوه کنسرت کې  ډزې شوي، چې په کې ۵۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.

په لاس ویګاس کې پولیس وایي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

لاس ویګاس ښار په نوادا ایالت کې دی او د قمارخونود لرلو له کبله نړیوال شهرت لري.

ویل کیږي یو وسلوال د روان  کنسرت پر خلکو ډزې کړې دي.

خلک وايي، چې وسلوال له پورتني پوړ څخه د لاندې پوړ پر خلکو ډزې کولې.

امنیتي ځواکونو بریدګر وژلی دی او د ښځې لټه یې روانه ده.

امریکايي رسنیو د بریدګر د هویت په اړه څرګندونې کړي؛ په ډاګه کوي، چې بریدګر۶۴ کلن د لاس ویګاس اوسیدونکی امریکايي  او نوم یې ستیفن پادوک یاد شوی دی. دا هم لیکل شوي، چې امنیتي چارواکو له مخکې هم پېژانده او ورسره بلد ول؛ ځکه، چې په بېلابېلو جرمونو ککړ او مجرم سړی و.

داعش د برید پړه په غاړه اخیستې او په ډاګه کړې یې ده، چې بریدګر څه وخت مخکې مسلمان شوی و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …