Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا نوې تګلاره پر زور او جبر ولاړه ده- روسیه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره د خپګان وړ بللې او وایي، چې د ولسمشر ټرمپ اعلام شوې تګلاره بې ګټې او پر زور او جبر ولاړه ده ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف په ډاګه کړې؛ مونږ خفه یو، چې د امریکا د نوې تګلارې اصلي تمرکز پر زور او جبر ولاړ دی.

د نوموړي په وینا؛ د  ټرمپ لخوا دغه اعلام شوې طرحه بې ګټې ده.

د پاکستان خلاف د  ولسمشر ترمپ توند دریځ  پاکستاني چارواکي هم اندیښمن کړي او د بهرنیو چارو وزیر یې هم نه مني، چې ترهګر دې د پاکستان په خاوره کې پټ شوي وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي؛ پاکستان یې نشي منلی، چې د افغانستان د جګړې ډګر دې وي. په دې باید پوه شو، چې پاکستان ډال ګرځول، د افغانستان له ثبات سره هیڅ مرسته نه کوي. پاکستان به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغان ملکیانو او امریکایانو خلاف د افغانستان په خاوره کې وجنګیږي. زمونږ هېواد خپله  د ترهګرۍ قرباني دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عباس فراسو وایي، ګاونډ هېوادونه؛ ځکه توند غبرګونونه ښیي، چې د امریکا په نوې تګلاره کې منزوي شوي او پر وړاندې یې ښکاره غبرګون ښيي.

روسیه له وړاندې د امریکا لخوا له افغان طالبانو سره په تار ځغلولو تورنه شوې او د امریکا د نوې تګلارې په وړاندې یې تازه غبرګون د وضعیت د حساسوالي ښودنه کوي.

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوټين ځانگړي استازي ضمير کابلوف د افغانستان او سويلي آسيا په تړاو د امریکا د ولسمشر دونلد ترمپ نوې تگلاره ناسمه بللې او وایي، چې پر پاکستان به د فشارونو زیاتوالی د دې لامل شي، چې افغانستان نور هم ناامنه او د گډوډۍ ښکار شي.

باور کیږي، چې ممکن دغه هېوادونه بیا په یوې سیالي کې ښکېل شي؛ خو امریکا بیا وایي، چې هیڅکله به د افغانستان جګړه ونه بایلي.

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.

زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاس‌وهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.

امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.

حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوه‌یمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرله‌پسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.

امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!