عاجل خبرونه

د امریکا نوې ستراتیژي به د افغانستان په ګټه وي

(Last Updated On: اګست 20, 2017)

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رياست په ډاګه کړې، چې د افغانستان لپاره یې د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې شوي او د مهمو بدلونونو لپاره یې امریکايي چارواکو ته سپارښتنې کړي دي.

د امریکا ولسمشر په کمپ ديویډ کې د افغانستان پر ستراتیژۍ له خپلو سلاکارنو او امنیتي چارواکو سره له خبرو وروسته ویلي، چې د افغانستان په اړه یې ځینې مهمې پرېکړې کړي دي. که څه هم د ترمپ د نویو پرېکړو هیڅ جزييات نه دي خپاره شوي؛ خو د افغانستان د اجرائيه  ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ویلي، چې له امریکايي چارواکو سره د دوی د خبرو او سپارښتنو له مخې به د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان په ګټه وي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د جرګه ګۍ غړي میرداد نجرابي، وايي، چې امریکا باید په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو پر مرکزونو تمرکز وکړي.

دا، چې تر دې دمه نوې ستراتیژۍ اعلام شوې نه ده؛ خو پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل وایي،  که د امریکا ستراتیژي د جګړې د پای په معنا وي؛ نو امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د هوایي ځواک په ګډون تجهیز کړي او پر پاکستان دې پوځي فشارونه  ډېر کړي، چې د تروریزم ملاتړ کوونکی دی. پرته له دې به امریکا د خپلې ګټې لپاره کار کوي.

تر اوسه څرګنده نده، چې د امریکا نوې ستراتیژي به څه وخت اعلانیږي او د افغانستان له حالاتو سره به څه مرسته وکړي؛ خو په کور د ننه د نظر خاوندان وايي، چې امریکا او نړیواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو ژمنو کې رښتین نه دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …