تازه خبرونه
د امان الله خان په دوره کې ژورو بدلونونو ته پاملرنه شوې
د افغانستان د خپلواکي د بېرته اخیستو ګټونکي امان الله خان زدکړو او د دولتي بنسټونو اصلاح ته ژور پام درلود او دوره یې تل د ځلاندې دورې په توګه یاد شوې ده.
شاه امان الله خان د امیر حبیب الله خان درېیم زوی و، چې پر ۱۸۹۹ زیږدیز کال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زېږیدلی او په افسري کورس کې یې زدکړو ته دوام ورکړ او له پوځ سره یې نږدې اړیکې درلودې.
امان الله خان په ۱۹۱۸ زیږدیز کال کې د خپل پلار امیر حبیب الله له وژل کیدو وروسته واک ته ورسید او خپله پاچاهي یې اعلان کړه.
نوموړي د ۱۲۹۸ لمریز کال د وري په ۲۴ د کابل په مراد خانۍ او د بریتانوي هند د استازي په حضور کې د افغانستان خپلواکي اعلام او خبرداری یې ورکړ، چې هیڅ بهرني ته به د افغانستان په کورنیو چارو او بهرنۍ پالیسۍ کې د لاسوهنې اجازه ورنکړ شي.
امان الله خان په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې له شوروي او وروسته له ایتالیا، ترکیې او ایران سره د دوستۍ تړونونه لاسلیک کړل او په ۱۹۲۱ زیږدیز کال کې یې له شوروي سره د تړون له لاسلیک سره په هرات، کندهار او کابل کې د تیلیګرافي کرښې امتیاز هغه هېواد ته ورکړ او په ۱۹۲۴ میلادي کال کې ملا عبدالله، چې په ګوډ ملا مشهور دی؛ په خوست کې د غازي امان الله خان په وړاندې بغاوت وکړ، خو د پاچا له لوري ونیول شو.
نوموړي په ۱۹۲۶ میلادي کال د مشروطه سلطنتي نظام له اعلام سره خپل ځان پاچا اعلان کړ.
امان الله خان په ۱۹۲۷ کال کې آسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو ته شپږ میاشتنی سفر پیل کړ او د ایران له لارې افغانستان ته بېرته را ستون او وروسته یې یو لړ اصلاحي ګامونه پورته کړل.
د کابل په ګډون یې د هېواد په نورو سیمو کې ډېر ښوونځي جوړ او زیات بهرني متخصصان یې ورته وګمارل.
امان الله خان د ښځو زدکړو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د هغه په دوره کې افغانستان د سترو تحولاتو لیدونکی و.
د لویې جرګې جوړول، د لومړني اساسي قانون تصویب، د غلامي له منځه وړل، د قواوو توپیر، د زدکړو اجباري کول، مالي سمونونه، د اجباري کار منع کول او بهر ته د ګڼ شمېر افغان زدکوونکیو استول، د مطبوعاتو په برخه کې یې مهم کارونه او اقدامات دي، چې په د هغه په دوره کې شوي دي؛ خو د اماني دورې د سمونونو بهیر له زیاتو مخالفتونو سره مخ و او دې بهیر د هغه د نظام په وړاندې بغاوت ته لار پرانیسته او باالاخره حبیب الله کلکاني د هغه په وړاندې بغاوت وکړ او هغه یې اړ کړ، چې واک پریږدي او امان الله خان ایټالیا ته ولاړ او په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې سویس کې مړ شو او مړی یې جلال آباد ښار ته ولیږدول شو او د خپل پلار امیر حبیب الله خان تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ