Connect with us

تازه خبرونه

د تېرکال په پرتله ۱۳۹۵ ل کال له اقتصادي پلوه ښه و

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-11-17h38m48s140

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳۹۵ ل کال هېواد ته له اقتصادي پلوه ډېر ښه و.

د صنایعو خوني مسوولین وايي، چې په ۱۳۹۵ ل کال کې  د تېرو څو کلونو په پرتله سوداګري کمه شوې؛ خو افغان دولت خپلي اساسی هڅې لکه د چابهار بندر پرانستل، د سلما بند پرانستل، د ریل پټلۍ  له لارې له چین سره د هېواد تړل کیدل، د ریل  پټلۍ له لارې له ترکمنستان سره د هېواد تړل، په بروکسل کې نړیوالې ټو لڼې له افغان دولت  سره ۱۵،۲ ملیارد دالرو ژمنه، د افغانستان په خاوره کې د تاپي پروژي د دیزاین پیل او د ماليي وزارت لخوا د ۱۶۵ ملیارد افغانیو عوایدو راټولول تر سره کړي دي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونه ۱۳۹۵ کال ښه بولي او زیاتوي؛ حکومت هڅه وکړه، چې د افغانستان د ترانزیټي موقعیت  ارزونه وکړي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي هېواد مو اوس د تو لیدي کیدو پر لوري د حرکت په حال کې دی. په ټوله کې مو سوداګري کمه شوې؛ خو له کاذب اقتصاد څخه اوس د حقیقي اقتصاد پر لوري د حرکت په حال کې یو.

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي هم وايي، چې په تېرکال کې مو له یو میلیارد دالرو څخه د زیاتي پانګوني د تعهد تړونونه لاسلیک کړل.

د نوموړي په وینا؛ مونږ توانیدلي یو، چې له میلیارد دالرو څخه د زیاتې پانګوڼې تړونونه تر لاسه کړو. په قوانینو کې مو آسانتیاوې راوستي او نور هم د فرصتونو د رامنځته کولو په هڅه کې یو.

د کلیو پراختیا وزیرنصیر احمد درانی هم  وايي، چې په ۱۳۹۵ ل کال کې له۱۱۳۸۰ څخه مو ډېرې اقتصادي او عام المنفعه پروژې پلې کړې دي.

هغه په ډاګه کړې؛ مونږ سربېره پر دې، چې له سیاسی ناندریو او ستو نزو سره مخ وو؛  خو بیا مو هم په دغه کال کې زیاتي پروژې پلې کړې دي.

د هېواد د صنعتکاران ټولنې رییس سخي احمد پیمان بیا وايي؛ په ۱۳۹۵ ل کال کې د هېواد صنایعو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او صنعت له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت هم دې برخي ته د هیڅ ډول مرستي لاس ندی اوږد کړی.

نوموړی زیاتوي، تېر کال تېرشو؛ خو ستونزي مو هماغسې دي. برښنا، د ځمکو نشتون، د کورنيو تولیداتو د ملاتړ نشتون، د ملي وحدت حکومت د کړیو ژمنو نه پلي کول ټول پاتي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، افغانستان د کرني، کانونواو انرژۍ په برخه کې ښه ظرفیت لري؛ خو د نړیوال بانک د رپوت له مخي، په ډې برخه کې کار نه دی شوي. نوموړي زیاته کړې، چې مونږ د کرنې، انرژۍ او کانو نو په برخه کې ښه ظرفیت لرو باید په دې برخه کې د پانکونې د جذب لپاره ډېر کار شوی وای، چې ندی شوی؛ نو، ځکه مو اقتصادي ستونزې ډېرې دي.

د سوداګرۍ خونه او د هېواد د صنعتکارانو ټولنه وايي، حکومت باید په هېواد کې د پانګوني د جذب لپاره له فساد سره مبارزه، د قوانینواصلاح او آسانتیاوي او له کورنیو تو لیداتو څخه ملاتړ وکړي، نو له شک پرته به مو هېواد د اقتصادي پراختیا پر لوري حرکت وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!