عاجل خبرونه

د امریکایي ځواکونو له وتو سره به افغان حکومت راوپرځیږي

(Last Updated On: جولای 31, 2017)

د امریکا دفاع وزارت سلاکار وايي، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي؛ د ملي وحدت حکومت به په څو اوونیو کې راوپرځیږي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له شپاړس کلن حضور سره سره لویدیځ چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د امریکایي سرتېرو له مرستې پرته د څو اوونیو لپاره د ټينګې نه دی او وبه نړیږي.

د بلک واتر پوځي کمپنۍ بنسټګر اریک پرنس، چې تازه یې په پنتاګون کې د سلاکار دنده پیل کړې او د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ کار کوي وايي، د افغانستان درنده غمیزه ترمپ ته په میراث پاتې ده.

دی وايي، که امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي د ملي وحدت حکومت به ونړیږي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې مونږ درې کارونه کولی شو؛ سرتیري بهر کولی شو، خو په دې صورت کې به د کابل حکومت په څو اوونیو کې ونړیږي. یا دا، چې په لیونتوب ډېرو لګښتونو ته دوام ورکړو او پایله به یې بیا هم نا معلومه وي او یا دا، چې پر سخت دریځو فشار واچوو.

د ملي وحدت حکومت چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اریک پرینس ټینګار کوي؛ وسلوال طالبان هم اوس د مالي سرچینو د موندلو پر چل پوهیدلي، چې دا جګړه پیچلې کوي.

د نوموي په وینا؛ طالبان پوهیږي، چې څنګه پیسې وګټي او خپل خوځښت ته دوام ورکړي؛ دوی له نشه يي توکو، سرو زرو او پستې څخه ډېرې پیسې تر لاسه کوي. په افغانستان کې ځای پر ځای شویو سرتېرو د طالبانو مالي سرچینې وچې نه کړې او اوس طالبان د دولت پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.

وال ستریت امریکايي ورځپاڼې لیکلي؛ وروسته له دې، چې ترمپ افغانستان ته د څه کم څلور زره سرتېرو له لیږلو سره هوکړه ونه کړه، اوس سپینه ماڼۍ پر دې فکر کوي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر لږ کړي.

خبریال : فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …