عاجل خبرونه

د امریکا کانګریس په افغانستان کې له اداري فساده اندېښمن شوی

(Last Updated On: جولای 2, 2017)

د امریکا د کانګرس غړیو د افغانستان د بیا رغونې له څارونکي جان سپکو څخه غوښتي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو ژمنې و ارزوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو څارونکی جان سپکو وايي، چې دی غواړي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو ژمنې و ارزوي.

هغه وایي؛ د امریکا کانګرس له ما غوښتي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو ژمنې و ارزوم. زه به وګورم، چې افغان دولت په خپلو مصوبو څومره ولاړ دی. افغان ولسمشر له امریکا غوښتي، چې خپلې مرستې مشروطې کړي؛ نو دا ښه فرصت دی، چې خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې افغان دولت له اداري فساد سره په مبارزه کې ښې لاسته راوړنې لري.

جان سپکو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او امریکا دواړه حکومتونه ناکام ګڼي.

هغه وایي، مونږ هم پاتې راغلي یو؛ افغان دولت هم پاتې راغلی. مونږ باید چارې سمې کړو؛ د نشه يي توکو کرکیله او صادرات یې ډېرشوي او له دغه درکه د وسلوالو طالبانو جیبونو ته ډيرې پیسې لویږي.

له بلې خوا د امریکا ان بي سي تلویزیون د څلور امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې پنتاګون د افغانستان په جګړه کې د بیا ښکېل کیدو ارزونه کوي. دغو چارواکو ویلي، چې دا ځل به امریکايي پوځیان پر وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې یرغلیز عملیات پیلوي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …