عاجل خبرونه

د روسیې او امریکا په هستوي نښته کې به هیڅ څوک ژوندی پاته نه شي- پوتین

(Last Updated On: جون 8, 2017)

د روسیې ولسمشر پوتین دا نظر رد کړې، چې که د روسیې او امریکا تر منځ هستوي نښته وشوه، نو امریکا بریالۍ کیږي.
هغه زیاتوي، په دې نښته کې به د ځمکې پر سر هیڅ څوک هم ژوندی پاتې نه شي.

پوتین دغه څرګندونه په یوه مرکه کې، چې کاري برخه یې په یوټیوب کې خپره شوې؛ د یوې پوښتنې په جواب کې کړې ده.

نوموړي په ډاګه کړې، چې ناتو د وخت له شوروي اتحاد څخه د دفاع په موخه جوړ شوی سازمان دی؛ خو اوس، چې شوروي اتحاد له منځه تللی، ناتو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

هغه زیاته کړې؛ هر هغه هېواد، چې د ناتو غړیتوب تر لاسه کړی، ناسشونې ده ، چې د امریکا له فشارړونو سرغړاوی وکړي او تل یې د یو وهمي دښمن په لته کې وخت تېر شوی دی.

سره له دې، ړچې پولند او رومانیا ویلي، چې د امریکا دفاعي توغندیو ته په ځای ورکړي؛ خو پوتین د دغه کار په وړاندې د ورته ګام پورته کولو ګواښ کړی دی.

ویل کیږي، چې د نوموړي بشپړه مرکه به د جون میاشتې تر ۱۵ نېټې پر شوتایم تلویزون خپره شي.

 

About Ariana News

Check Also

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې دریدلې دي-سرچینې

(Last Updated On: جنوري 17, 2019) طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په وروستیو ناستو …