د بلجیم پلازمېنه بروکسل نن د ناتو د ناستې کوبتوب کوي

(Last Updated On: May 25, 2017 4:44 pm)

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو ګډه ناسته پیل شوې او د دغه تړون غړي هېوادونه په کې ګډون لري.

په دې ناسته کې د غړیو هېوادونو پر ستونزو سربېره د افغانستان او سوریې پرامنیتي وضعیت بحث کیږي  

دغه راز افغانستان ته د نورو سرتېرو استول به بله موضوع وي، چې غړي هېئوادونه به پرې خبرې کوي؛ خو دا ټینګار شوی، چې د ناتو سرتېري به په پوځي عملیاتو کې برخه نه اخلي او یوازې به د افغان سرتېرو په تجهیز او روزنه کې برخه لري.

د ناتو عمومي منشي ینس ستالتنبرګ وایي، همدا اوس شاوخوا ۱۳ زره ناتو او د متحدو هېوادونو سرتېري په افغانستان کې زمونږ د روزنې، سلامشورو او ملاتړ ماموریت په چوکات کې ماموریت ترسره کوي؛ افغان ځواکونه روزي او هڅه کوو، چې دغه هېواد د نړیوالې ترهګرۍ پر خوندي ځالې بدل نشي.

نوموړي تېره ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت اوس هم له ننګونو سره مل دی. مونږ پدې وروستیو کې د خپل روزنیز پروګرام کره اروزنه کړې او زمونږ پوځي قومندانانو د څو زره نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې. مونږ اوس د دغو سرتېرو د لېږلو پر سر غور کوو او زه هیله لرم، چې راتلونکې اوونۍ به پدې اړه وړ پرېکړه وشي.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د ستونزې حل له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې بولي او وايي، په دې برخه کې هلې ځلې کوو؛ خو جګړه هم د فشار په توګه یو انتخاب دی.

ستالتنبرګ ټینګار کړی، چې افغان ځواکونو د ډګر په ډګر جګړه کې وړتیا ښودلې او ترې ملاتړ، روزنې او تجهیز ته دوام ورکوو.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت پېچلي او خطرناک پړاو ته رسیدلی.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …