د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د ماموریت پر دوام او ملاتړ ټینګار څرګند کړ

(Last Updated On: October 21, 2019)

د امریکا دفاع وزیر که څه هم د افغانانو خپلمنځي خبرې د تاوتریخوالي پای ته رسولو تر ټولو ښه لار ګڼي؛ خو ټینګار کوي؛ تر هغې، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته نوي رسیدلي، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې به یرغلیز عملیات روان وي.

هغه افغانستان ته د خپل سفر په دوه یمه ورځ او له افغان مشرانو سره له کتنې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي چارواکو سره یې یوې ګډې خبري ناستې ته په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پر دوام او د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر  ویلي، چې مونږ او زمونږ ټول شریکان له همدې ځایه اعلانوو، چې خپل تړون ته ژمن یو او د افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتو. زمونږ ماموریت په افغانستان کې بدلون نه دی کړی، مونږ د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو له عملیاتو ملاتړ کوو.

 د امریکا دا پوځي چارواکی له افغانانو سره د سولې د راتلوونکیو ګامونو په تړاو غږیدلی او وايي، یرغلیز عملیات به یې تر هغو روان وي، چې د سولې خبرو پایله نوي ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانانو خپلمنځي ناسته د یوې سیاسي حل لارې لپاره پایلې ته د رسیدو لپاره تر ټولو ښه د لارې نقشه ده؛ خو تر هغې پورې، چې دا خبرې پایلې ته نوي رسیدلي، مونږ به د طالبانو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوو. مونږ په افغانستان کې ډېرې پیسې ولګولې او قرباني مو ورکړه. د امریکا خلک به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارسمبالي د هغه څه ستاینه کوي، چې دوی یې په افغامستان کې د امریکا قرباني یادوي.

د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد ویلي، چې مونږ به په پوځي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه  او نورو برخو کې ستاسو هڅې او قرباني هیرې نه کړو. د افغامستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي او مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې کې مخکې روان یو.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی مسعود اندرابي څرګنده کړې، چې مونږ د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه پولیسو د دوامداره اړتیاوو په تړاو بحث وکړ. مونږ د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې د اقداماتو په تړاو هم خبرې اترې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، د امریکا د ولسي جرګې یو جګپوړی پلاوی هم کابل ته راغلی او دې پلاوي له ولسمشر او نورو چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان پر سوله، تاوتریخوالي او ټاکنو خبرې کړې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

(Last Updated On: January 23, 2020) د زابل خلکو ویلي؛ د کندهار – کابل لویه …